اسلام آباد ۔ 04 فروری (اے پی پی) د آزاد كشمير اولس مشر سردار مسعود خان وئيلي دي پاكست??ن او كشمير ??ازم او ملزوم دي۔ كشمير د پاكستان شه رګ دے۔ د كشميري اولس زړونه پاكستاني اولس سره درځيږي۔ هر كال د فرورۍ په 5 مه نېټ?? د ??اكستاني اولس لخوا د خپلواكۍ حق ت??لا??ه كولو ل?? د ??شميري اولس په انصاف اډانه هڅو سر?? د ??و والي څرګندونې سره نه يوازې د كشميري اولس مورال له پورته كېږي بلكې ددوئي د خپل منزل زر تر زره ت??لا??ه كېدو هيله لا مضبوطېږي۔ د جموں او كشمير رياست پاكستان سره فطري تعلق دے دغه سوب دے چې كشميري اولس د پاكستان جوړېدو ??خه وړاندې په 19جولائی 1947 پاکستان سره د خپل سباؤن تړلو تاريخي پرېكړه وكړه۔ پاكستان سر?? د ??شمير الحاق پرېكړه دنياوي غرض لپاره نه بلكې دا د دوئي د سياسي ايمان برخه ده۔ نن هم كشميرې اولس پاكستانې بېرغ هسك كولو سره هند څخه د خپلې كركې څرګندونه كوي او د شهيد كېدو په صورت كښې پاكستاني بېرغ كښې نغښتل كېدل غواړي۔ د اتوار په ورځ د كشمير ??و والي ورځې په مهال خپل پېغام كښې اولس مشر ووئيل نړۍ ته دا په ډاګه كول غواړم چې 8 لكه څخه زيات هندي پوځ د مقبوضه كشمير ??ه اولس مسلط دے۔ کشمیری اولس د خپلواكۍ خپل بنيادي حق لپاره هڅې كوي او قابض هندي ځواكونو په دوي زور ظلم او زياتې روان ساتلې۔ مقبوضه كشمير ??ښې د بشري حقونو خلاف ورزي ٬ د زلمو عامه وژنه ٬ د مېرمنو بې حرمتي او په كنټرول لائن د وګړو وادنۍ ناترڅه ډوز سره په نښه كولو په ډول پېښې د هندي پوځ د معول خبره جوړه شوې۔ ددې چې څومره هم غندنه وكړې شي كمه ده۔ ده ووئيل سره ددې زور ظلم او زياتي كشميري اولس به پاكستان سره خپل تړون كمزورې كېدو له ورنكړي۔ ده ووئيل د پاكستان حكومت چې په كوم ډول دفرورۍ په 5 مه نېټه كشميري اولس سر?? د ??ووالي څرګندونه كوي بشري تاريخ كښې مثال نه لري۔ ده ووئيل د دې خپلولۍ په لا مضبوطولو مونږ د پاكستاني حكومت او اولس مننه كوؤ۔