اسلام آباد 19 اپریل (اے پی پی) سعودی عربستان كښې د جدې ٬ مکې ٬ مدینې او ??وړيدونكې شاہ خالد اقتصادی ښار ترمينځه جدیدې ا??ان?? لرونكې حرمېن ایکسپرېس ټرین پروژه به سږ كال آپرېشنل شي۔ د سعودی د ټرانسپورټ وزارت وياند بغدادي د ایسوسی ایټډ پرېس آف پاکستان’’اے پی پی‘‘ ايم ډي مسعود ملك په مشرۍ كښې د پاکستان میډیا پلاوي ته بریفنګ كښې ووئيل د ټرین څخه به د نورو مسافرو س??ه سره ګڼ حج كوونكې هم مستفید كېږي،ټرین سره به د جدې او مدینې هوائي ميدانونه او ځائې میټرو سټېشنې هم وتړلې شي چې ورسره به هېواد كښې سېلګرۍ ته وده ترلاسه شي، په دې كښې به ایګزیکټو او ??کانومی کلاس ا??ان?? هم وي چې پكښې به جدید کچن٬ وائے فائے او ټی وی شامل وي۔ هغه ووئيل دا ټرین به څه موده پس د سعودی عربستان نورو سي??و كښې هم آپريېشنل شي۔ هغه ووئيل نوې ټرین سروس به جدید امنيتي انتظامات هم لري دغسې چې د مسافرو حفاظت باورې كړې شي۔وياند ووئيل ټولو سټېشنو جوړولو كښې نړيوال معیار ترنظ??ه ساتلې شوي۔ جدید ترین ډیجیټل سکینګ ٬ د ټكټنګ او ??نفارمېشن سسټم به د مسافرو اسانيو لپاره موجود وي۔ د پاکستان د میډیا پلاوي د دې جدید پروژې څارنه هم وكړه۔