اسلام آباد ۔ 3 مئی (اے پی پ??) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري برجېس طاهر وئيلي دي د مسلم ليګ (ن) مشرتابه نااهله ګرځېدو سره هم مسلم ليګ (ن) د پاكستان تر ټولو مضبوط او لوئے سياسي ګوند دے او ټولې سروېز د دې خبرې ګواهي وركوي چې د مسلم ليګ (ن) د مشرتابه نااهل ګرځولې كېدو باوجود اولس سره د دوئي تعلق مضبوط دے ۔ ده ووئيل مسلم لیګ (ن) تر هغه وخته د هېواد سياست څخه بهر كېدې نشي تر څو چې د پاكستان 20 كروړه اولس ??ااهله ګرځولې شوې نه و??۔ وفاقي وزير د زيارت په ورځ خپل يو بيان كښې ووئيل خنجراب څخه تر ګوادر د پاكستان اولس ??واز ش??يف سره مضبوط ولاړ دے او هغه سره د يو يوالي څرګندونه كو??۔ و??اق?? وزیر ووئيل د ټولو سازشونو او تورونو باوجود به مسلم ليګ (ن) راتلونكو ټول ټاكنو كښې اكثريت ترلاسه كړي۔ ده ووئيل د پاكستان سياست ځينې كرپټ او نااهله كردار د اقتدار ايوان ته رسېدو لپاره اولس بې لارې كولو له د مسلم ليګ (ن) په مشرتابه بې بنسټه تورونه لګوي۔ ده ووئيل د پاكستان اولس سياسي شعور لري او دوئي د نواز ش??يف په ضد د يو موټې شوو سياسي مشرانو او سياسي ګوندونو كردار او كاركردګۍ دواړو څخه ښه خبر دے۔ ده ووئيل د كردار او كاركردګۍ په دواړو ډګرونو فتح به يوازې د مسلم ليګ (ن) او نواز ش??يف وي(وا/ض ض/وس/1900)