اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي)د پا??ست??ن مسلم ليګ(ن)مشر سناتور عبدالقيوم ??ئېلي دي په سېنېټ كښې د حلقه بنديو په اړه د بل منظورۍ لپاره بايد مخالفه ډله د حكومت ملګرتيا وكړي۔د جمعې په ورځ د پارلمان په خوا كښې خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل په تېر وخت كښې ټولو ګوندونو په ??ول ګونديز كنفرنس كښې ګډون كولو سره د نېشنل ايكشن پلان په منظورۍ كښې برخه اخستې وه او بايد پخوانې اولس مشر آصف علي زرداري پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف سره ملاقات وكړي۔د جمهوريت په لوظ نامه په تېر وخت كښې پي پي پي عمل كړی او اوس پرې مسلم ليګ(ن)عمل كوي۔ده ووئيل په سېنېټ كښې حكومت اكثريت نه لري چې د حلقه بنديو بل منظور كړې شي۔دې لپاره د مخالفې ډلې د ګوندونو مرسته پكار ده۔د يوې پوښتنې ??ه ځواب كښې ده ووئيل په هېواد كښې جمهوريت شته خو لارې بندول جمهوريت نه دے٬په امريكا او برتانيه كښې هم احتجاج كېږي خو څوك د لارې بندولو جرات نشي كولې۔ده ووئيل بايد د اولس ستونزې په نظر كښې ساتلو سره د احتجاجې ناستې د ختمولو اعلان وكړې شي ٬حكومت د دوي جائز غوښتنې ??نلو لپاره تيار دے۔ده ووئيل خبرې اترې روانې دي او هيله ده چې ډېر زر به ئې نتيجه راوځي