اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي)پاكستان وئېلي دي چې په ګوادر كښې د چين د پوځي اډې جوړولو په كوم تجويز غور نه كېږي٬د ډرون بريد به مناسب ځواب وركولې شي٬د اولس مشر ټرمپ په ټويټ په پاكستان كښې د امريكا سفير خارجه دفتر ته رابللو سره احتجاج رېكارډ كړې شوې٬د امريكې مرستې په اړه به ډېر زر تفصيلي راپور جاري كړې شي٬د هند د انټي بيلسټك ميزائل پروګرام سره به منطقه عدم استحكام سره مخ شي٬پاكستان هند سره ټولې معاملې د خب??و اترو د لارې حل كول غواړي۔د زيارت په ورځ د اونيز پرېس بريفنګ په مهال د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فيصل د خب??يالانو د پوښتنو ځوابونه وركولو سره ووئيل چې د امريكې د مرستې په اړه د دفاع په وزارت كښې كار روان دې او په دې لړ كښې به ډېر زر يو تفيصيلي راپور جاري كړی شي۔ده ووئيل چې آئي اېس پي آر هم واضحه كړې چې د ډرون بريدونو به مناسب او موثر ځواب وركولې شي٬په پاكستان كښې د چين د پوځي اډو په اړ?? د ??وښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل چې د ګوادر پشمول په پاكستان كښې چرته هم د چين د پوځي اډو په كوم تجويز غور نه كېږي٬ځينې دښمن عناصر سي پېك لامينځه وړولو لپار?? د ??اكستان او چين اړيكې ځپلو لپاره دا ډول افواګانې خپ??وي۔د پاك افغان ټرانزټ ټرېډ په اړ?? د ??وښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل چې تېر كال افغانستان ت?? د ??اكستان په برآمداتو كښې 9 فيصده اضافه شوې او افغان دولت هم د تازه ميوو درآمداتو لپاره رجوع كړې۔دې مقصد لپاره ټول كراسنګ بارډر پرانستل شوي۔وياند ووئيل چې ځينې عناصر افغانستان ت?? د ??اكستان د برآمداتو د كمي په اړه پروپېګنډې كوي په كومو كښې چې هېڅ حقيقت نشته٬پاكستان به د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارت زياتولو لپاره مرسته روانه ساتي۔په ايران كښې داوسنو احتجاجي مظاهرو په اړ?? د ??وښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل پاكستان ايران سر?? د ??رورولۍ ښې اړيكې لري٬دا د ايران كورنۍ معامله ده هيله ده چې د ايران حكومت به په دې په ښه ډول قابو بيا مومي۔په بيجنګ كښې د پاكستان چين او افغانستان د درې اړخيزه غونډې په اړھ د پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل چې پاكستان په غونډه كښې د پولې انتظام٬د نشه اي توكو مخ نيوي او د كډوالو د ستنولو په معامله خب??ې كړې دي