اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) داخله چارو لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ غونډه كښې په قصور او مردان كښې بې ګناه ماشومانو سره د زياتي او وژنې پېښې په ضد د غندنې قرارداد منظور ك??ې شوې۔قرارداد چيئرمېن سناتور عبدالرحمان ملك وړاندې كړو۔قرارداد كښې وئېلي شوي چې د سېنېټ د داخله چارو كمېټي زينب٬عاصمه او نورو كوچنيانو سره د شوي ظلم او زياتي او وژنې پېښو په سختۍ سره غندنه كوي او حكومت ته خواست كوي چې د كوچنيانو حقونو ساتنې قامي كمېشن سره سره بې ګناه كوچنيانو سره په كېدونكي زياتي هم كمېشن جوړ ك??ې شي د كمېټۍ په غونډه كښې دا متفقه پريكړه وشوه چې پاكستان پينل كوټ كښې بدلون كولو سره دې ك??چنيانو سره زياتي كو??كو او د دوي وژنكي مجرمان دې ښكاره په سولۍ كړی شي۔غونډه كښې د زينب پلار او مور هم ګډون وكړو۔كمېټۍ دوي سره د يو والي څرګندونه كولو سره په دې پیښه افسوس ښكاره كړو۔ كمېټۍ د زينب او عاصمه وژ??كو زر تر زره نيولو او دوي ته د عبرت ناكې سزا وركولو غوښتنه وكړه۔ كمېتۍ په متفقه توګه د قصور او مردان كوچنيانو سره د ظلم او زياتي او وژنې پیښې په ضد د غندنې قرارداد منظور كړو۔سپارښتنه وك??ې شوه چې ك??چنيانو سره د زياتۍ او نورو جرمونو په اړه دې ك??ېشن جوړ ك??ې شي۔كوچنيانو سره د اړوند جرمونو په اړه دې پوليس واټسپ نمبر معارفي كړې۔غونډه كښې د قصور او مردان سره سره د وژل شويو ټولو كوچنيانو٬كوئټه كښې د دوه پوليو وركر مېرمنو او د اېف سي ملاز??ين?? روح ته ثواب رسولو له دعا هم وك??ې شوه۔د كمېټۍ په غونډه كښې سناتور محمد جاوېد عباسي٬كرنل(ر)طاهر مشهدي٬فتح محمد حسني٬جهانزېب جمالديني٬شاهي سيد٬اسرار الله زهري٬د پنجاب اے آئي جي٬د نېكټا ا??سان غني٬د مردان ډي پي او او نورو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو