ګوادر 29 جنوری (اے پی پی) پاکستان او چین د ګل په ورځ د ګوادر ??و چین بندرځائې ښارونو ترمينځه د مرستې لا قوي كولو په لړ كښې په 5 لوظنامو او د مفاهم پھ يو يادښت لاس ليك وكړو۔ د ګل په ورځ ګوادرفری زون فیز ون پرانستې نه پس وزیراعظم شاهد خاقان عباسی په موجودګۍ كښې د دواړه هېوادونو نمائندګانو په 5 لوظنامو او د مفاهم پھ يو يادښت لاس ليك وكړو، د بلوچستان وزیراعلیٰ عبدالقدوس بزنجو، د كورنيو چارو وزیر احسن اق??ال??وفاقی وزیرمیرحاصل خان بزنجو، د اطلاعاتو او خپرونو دومه وزيره مریم اورنګزیب ، د چین د اوورسیز پور?? هولډنګ کمپنېۍ چئیرمېن ژانګ باؤ زونګ او د ګوادرپورټ اتھارټی چئیرمېن ??وستین خان جمالدینی هم په دې مهال موجود ؤ۔ په كومو لوظنامو چې لاس ليك شوې په هغې كښې د ګوادراو چین بندرځائې تیان جن دواړه بندرځايونه او ګوادر ??و چین پیونګ ښارونه غبرګ ښارونه ګرځولو لوظنامه شامل ده۔دغسې د پاکستان سټیټ آئل ، جی آئی ټی ایل او ګوادر ??رمينځه د نزدې مرستې لوظنامه لاس ليك شوې۔سیکیورټیز اینډ ایکسچینج کمېشن آف پاکستان او چین فری ټریڈزون کمپنۍ ترمينځه د مرستې او ګوادر ??و ایچ اے ټی اے ټریډ سټی ترمينځه لوظنامې لاس ليك شوې۔ د دواړه هېوادونو نمائندګانو د ګوادر ??لعی حکومت او چائنا اوورسیز پورټس هولډنګ کمپنۍ ترمينځه د غريبۍ ختمولو اقدام په لړ كښې د مفاهم يو دستاویز هم لاس ليك كړې