اسلام آباد 10 فروری) اے پي پي( د امن او يووالي په لړ كښې د اف??انستان او د پاكستان شريكې لائحې په اړه د مذاكراتو دوهم پړاؤ په اسلام آباد كښې وشو۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د دې دوه ورځنو مذاكراتو په مهال په اف??انستان او پاكستان كښې د امن او سلامتيا په اړه په اېكشن پلان خبرې وشوې۔ خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه په مذاكراتو كښې د پاكستاني پلاوي او د اف??انستان نا??ب خارجه وزير حكمت كرزي د اف??ان پلاوي مشري وكړه۔ وياند ووئيل چې په مذاكراتو كښې په ځينې نكاتو اتفاق شوے او په ځينې د لا خبرو كولو ضرورت دے۔ دواړو هېوادونو په راتلونكي كښې هم د خبرو په روانو ساتلو اتفاق كړے۔ د شريكې لائحې مقصد د ترهګرې مخ نيوې٬ د تشدد خاتمه٬ د امن او صلاح وده٬ د اف??ان كډوالو هېواد ته ستنېدل او د شريك اقتصادي پر??خت?? په څانګو كښې مرسته زياتول ??ي۔