اسلام آباد 12 مارچ (اے پي پي) د كعبه امام صالح بن محمد الطالب وئېلي دي د اعتدال رويه د حق دوهم نوم دے او شريعت هم د دې درس وركوي٬پاكستان يو اتومي ط??قت او ټولې اسلامي امت لپاره د فخر وړ دې۔ده دا خبرې تېره ورځ د نړيوال اسلامي پوهنتون د فېصل جومات په كېمپس كښ?? سېمينار ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔د سېمينار مشري د كعبې امام په خپله وكړه۔امام په خپله وېنا كښ?? د پاكستان ذكر كولو سره ووئيل پاكستان يو اتومي ط??قت دے او اسلامي نړۍ لپاره د فخر وړ دے۔ده ووئيل د پاكستان ا??را??ي قوت د اسلامي امت په پرمختګ كښ?? مثالي كردار لري۔د پاكستان او سعودي اړيكې بې مثاله او قوي دي۔ده اسلامي نړۍ لپاره د نړيوال اسلامي پوهنتون خذمات هم وستائېل او د اسلام د امن پیغام خپرولو لپاره يې د پوهنتون د ادقداماتو ستائنه وكړه۔پھ دې موقع د نړيوال اسلامي پوهنتون رېكټر ډاكټر معصوم ياسين زئي د كعبې د امام هركلې وكړو۔په دې سېمينار كښ?? د س??ودي سفير نواف المالكي نورو سفارتكارو او مذهبي او سماجي شخصياتو او د پوهنتون زده كوونكو هم ګډون وكړو