اسلام آباد 12 جون ( اے پي پي) د خزانې او منصوبه بندۍ لنډ مهاله وفاقي وزيرې ډاكټر شمشاد اختر د منصوبه بندۍ وزارت دوره وكړه۔هغې د نهې په ورځ د وزارت ا??لٰ?? افسرانو د غونډې مشري وكړه۔پھ دې مهال وفاقي وزيرې سره ا??لٰ?? افسران معرفي كړی شول او هغې ته د وزارت ماتحت روانو منصوبو په اړه بريفنګ وركړې شو۔د منصوبه بندۍ وزارت سېكتر شعيب احمد صديقي انتظامي چارو او د وزارت په معاملاتو ك??رك??دګۍ تفصيلي جائزه وړاندې كړه۔ډاكټر شمشاد اختر ووئيل مونږ له په ټولو حالاتو كښې د څانګو ك??رك??دګۍ ښه كولو ته پام لرنې كولو ته اړتيا ده۔د منصوبه بندۍ وزارت په ټولو وزارتونو كښې زيات اهميت لري٬د منصوبه بندۍ وزارت ك??رك??دګي د حكومتي ك??رك??دګۍ تعين كوي۔دې ووئيل زه پھ دې خوشحاله يم چې ما خپل كريئر د منصوبه بندۍ كمېشن څخه پېل كړی۔ اختيارات صوبو ته د سپارلو نه پس د منصوبه بندۍ كمېشن كردار د وړاندې څخه زيات مهم شوې۔دې ووئيل د كوټلي پرمختيائي اهداف ترلاسه كولو له د منصوبه بندۍ وزارت او منصوبه بندۍ كمېشن كردار د ستائنې وړ دې۔آبادۍ كښې په زياتوالي قابو موندلو او د ژوند بنيادي حاجتونو وركولو له وسائل وركول تر ټولو لويې چېلنج دې۔دې ووئيل د آبادۍ په حقله منصوبه بندي او د وسائلو وركولو له د بنګله دېش تجربې څخه زده كړې ته اړتيا ده۔د پبلك پرائيوېټ پارټنرشپ په نتيجه كښې حكومتي ك??رك??دګۍ زياتولو ته اړتيا ده