اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن به ﴿نن﴾ د ګل پ?? ماښام د تاجكستان ??ايه تخت دوشنبې ته ځي٬ هغه به د اوبو په موضوع د لوړې كچې په كنفرنس كښې د پاكستاني پلاوي مشري كوي٬ دا كنفرنس د جون د 20 نېټې د جون تر 21مه نېټه د تاجكستان ??ه پايه تخت دوشنبې كښې كېږي٬ د دې كنفرنس اهتمام تاجكستان د ملګرو ملتونو په مرسته كړے۔ اولس مشر به د تاجكستان اولس مشر سره په ملاقات كښې په بېلا بېلو څانګو د اړيكو په لا ټينګولو خبرې كوي۔ اولس مشر ممنون حسېن به د تاجكستان څلور ورځنې سركاري دورې په مهال پ?? كنفرنس كښې د ګډون كولو نه علاوه د مېنځنې اسيائي هېوادونو سره د پاكستان د و??ورولې اړيكې لا ټېنګولو لپاره د تاجكستان ??شرتابه سره مذاكرات كوي۔ په تاجكستان ??ښې د پاكستان سفير اقبال سومرو اے پي پي سره په خبرو كښې ووئيل چې اولس مشر ممنون حسېن او اولس مشر امام علي رحمانوف به د ملاقات په مهال پ?? بېلا بېلو څانګو كښې د دواړو هېوادونو د اړيكو په لا ټينګولو خبرې كوي۔ ده ووئيل چې د پاكستان او تاجكستان ترمېنځه اوسنې د دوه اړخيزه كلن تجارت حجم 42 مليونه ډالر دے۔ دواړه مشران به تجارتي حجم 500 مليونه ډالرو ته په رسولو هم غور كوي۔ اولس مشر ممنون حسېن به د تاجكستان خپلې وړومبې دورې په مهال د تاجكستان ??زيراعظم او د تاجكستان د مجلس شورا سپيكر سره هم ملاقاتونه كوي۔ اولس مشر دا دوره د تاجكستان اولس مشر امام علي رحمانو په بلنه كوي۔