اسلام آباد 25 جون (اے پی پی) لنډمهاله وزیراعظم جسټس (ر) ناصر الملك د الیکشن کمېش?? د ??ړخه په انتخابی تیاریو د اطمینان څرګندونې سره وئيلي دي چې آزادې ، سپيځلې او امناكه ټاكنې باوري كول د الیکشن کمېشن بنیادی ذمه واري ده، وفاقی او صوبائی حکومتونه الیکشن کمېشن له ټولټا??نو لپاره هر ډول مرستې له چمتو دي۔ ده دا خبره د ګل په ورځ په ښه ډول د 2018 ټولټا??نو كولو له انتظاماتو او تياريو په اړه د غونډې مشري كولو سره وكړه۔ وزیراعظم آفس كښې وركړې شوي ریفنګ كښې د كورنيو چارو وزير محمد اعظم خان، ?? پنجاب وزیراعلیٰ حسن عسکری رضوی، د سندھ وزیراعلیٰ فضل الرحمن، ?? خېبرپښتونخوا وزیراعلیٰ جسټس (ر) دوست محمد خان، ?? بلوچستان وزیراعلیٰ علاؤ الدین مری، د وزیراعظم سيكتر سهیل عامر، د الیکشن کمېشن سيكتر بابر یعقوب فتح محمد، د خزانې، داخله او دفاع ډویژنو سيكترانو ، د څلورو واړو صوبو چیف سیکترانو ، آئی جیز او نورو چارواكو ګډون وكړو۔ د الیکشن کمېشن سيكتر د ټولټا??نو په اړه په انتظاماتو تفصیلی بریفنګ وركړو۔ ده د ضابطه اخلاقو تف??یل??ت هم بيان كړل كوم چې د كانديدانو ، پریذائیډنګ افسرانو او پولنګ عملې ٬ انتخابی فرائض لپاره تعینات قانون نافذ کونكو ادارو، ټول هېواد كښې د ټا??نو مانیټرنګ لپار?? ځائې او غیر ملکی میډیا او انتخابی مبصرینو لپاره مرتب کړې شوي دي