اسلام آباد ۔ 10 جولائی (اے پی پی) وزیراعظم ج??ټس (ر) ناصر الملک ته وزیراعظم آفس كښې د نهې په ورځ د هوابازی ډویژن چارو په اړه بريفنګ وركړې شوې۔ بریفنګ كښې د هوابازۍ وفاقي وزير لېفټېننټ جنرال (ر) نعیم خالد لودھی، د هوابازۍ سېكتر ډاكټر اعجاز منیر، د وزیراعظم ایډیشنل سېكتر ډاكټر کاظم نیاز، ډائرېکټر جنرل اے اېس اېف مېجر جنرل علی عباس، ډی جی سول ایوی اېشن ات??ارټی جی حسن بېګ، د موسميات څانګې ډي جي غلام رسول، د پي آئي اے چیف اېګزیکټو آفیسر مشرف رسول او نورو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ د هوابازۍ سېكتر وزيراعظم د خپلې ادارې پرمختګ له د پورته كړو او فضائي ټرېفك محفوظه جوړولو له د پورته كېدونكو ګامونو په اړه خبر كړو۔ ده وزيراعظم د سول ایوی ایشن ات??ارټی، پی آئی اے، ایئرپورټ سیکورټی فورس او موسميات څانګې په شمول د بېلو ادارو چارو په اړه هم وزيراعظ?? خبر كړو۔ وزيرعظم ته وئيلې شول چې د كال 2015ء په قامي هوابازي پالېسۍ د عملدرآمد كولو په مهال ښه والي له چې كومو چارو ته اشاره شوې د هغو ترمخه د پالېسۍ جاج اخستلې شي۔ غونډه كښې پي آئي اے ??ره د اړوندو چارو او د پي آئي اے بحالۍ له د بزنس پلان هم ج??ج واخستلې شو۔ وزیراعظم امر وكړو چې وړاندې څخه وضعه شوي اهداف تر??ره كولو له دې بشپړه تګلاره جوړه كړې شي دغسې چې په دې پلان كاميابۍ ??ره عمل وكړې شي۔ وزیراعظم آپرېشنل چارو ??ره د اړوندو مسئلو حل كولو له د هوابازۍ څانګې ??ره د تړلې بېلو ادارو ترمينځھ رابطې زياتولو او فضائي سفر لا محفوظه جوړولو له پورته كېدونكي ګامونه وستائل