اسلا?? آباد 15 جولائي (اے پي پي) د پاكستان د ټاكنو كميسون وئيلي دي چې د ټولټاكنو په موقع به په حساس پو??نګ سټېشنو كښې سي سي ټي وي كېمرې لګ??لې شي۔ د ټاكنو كميسون وياند نديم قاسم نجي ټي وي چېنلو سره په خبرو كښې ووئيل چې د ټاكنو كميسون سپېځلو٬ بې طرفه او آزادو ټولټاكنو كولو لپاره پوخ عزم لري او په دې لړ كښې چمتووالې نيول شوے دے۔ ده ووئيل چې د ټولټاكنو په مهال به په پو??نګ سټېشنو كښې دننه او بهر 3 لكه 70 زره عسكر په ځائ كولې شي۔ 17 زره پو??نګ سټېشنې حساس ګرځول شوې دي چرته به چې سي سي ټي وي كېمرې لګ??لې شي۔ ده ووئيل چې د ټولټاكنو جاج اخستلو لپاره غېر ملكي انتخابي مبصرين راروان دي۔ ده ووئيل چې د ټاكنو كميسون مېډيا او نو??و ادارو ته د اېكريډېټېشن اسانيې هم وركوي۔