اسلام آباد02 اګست (اے پي پي)د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل د دې خبرې تصديق كړې چې د نوي ټاكلې وزيراعظم د سوګند پورته كولو دستوره به سادګۍ سره كولې شي٬كوم غېر م??كي لارښود دستوره كښې ګډون نه كوي٬د هندي وزيراعظم نريندر م??دي عمران خان ته د مباركۍ ټېليفون خوشبينه دے٬د اړيكو ښه والي له د بشپړه م??اكراتو پلو پېشرفت او د سارك هېوادونو ترم??نځ?? د رابطو مستحكم كولو ته اړتيا ده٬پاكستان د سارك مشرانو كنفرنس كوربتوب ته چمتو دې٬د دوه ټاكليو حكومتونو مودې بشپړولو څخه وروستو پاكستان كښې د جمهوري استحكام سفر كاميابۍ سره روان دې٬د دولت مشتركه او اروپائي ائتلاف نړيوالو مبصرينو په ټاكنو د اطمينان څرګندونه كړې۔د زيارت په ورځ د اوونيز پرېس بريفنګ په م??ال د خارجه دفتر ويا??د ووئيل نړيوال مبصرين كال 2008 څخه پاكستان كښې د ټاكنو جاج اخلي۔د افغانستان په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ويا??د ووئيل د تېر يو كال په م??ال د پاكستان او افغانستان ترم??نځ?? رابطو كښې تندي راغلې چې په نتيجه كښې يې دوه اړخيزه اړيكې هم ښه شوې۔ده ووئيل د افغان مسئلې حل سياسي دے او دا مسئله د پوځي طاقت د لارې هوارېدې نه شي۔د افغان شخړې حل له بايد سفارتكارۍ ته ترجيح وركړې شي۔د امريكا لخوا هند ته د اېس ټي اے ون سټېټس وركولو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ويا??د ووئيل پاكستان منطقه ګښې د برابرۍ په بنياد د سماجي او اقتصادي پرمختګ په غرض ټېكنالوجي ترلاسه كول غواړي۔ د كولېشن سپورټ فنډ په حقله د يوې پوښتنې په ځواب ويا??د ووئيل دوه اړخيزه چارې د ژورو رابطو به بنياد حل كېدې شي۔د كشمير په اړه ويا??د ووئيل مقبوضه كشمير كښې هندي قابضو ځواكونو د ظلم او زياتي انتها كړې او اوس د خلقو ميوه دارې او نورې اونې وهي