اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) پا??ستان د امریكائي پادري نيولو په معامله د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ لخوا د يو اړخيزه بندېزونو لګولو دړكو مخالفت كولو سره وئيلي دي پاكستان خپل د اوږدې مودې ??تحادي او دوست هېواد ترکیه سره ولاړ دے او د ټرمپ لخوا د يو اړخيزه بندېزويو دړكو په ضد دے۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخئ ” په اصولي توګه پاكستان د هر هېواد په ضد د يو اړخيزه بندېزونو لګولو په ضد دے٬ د هر ډول او ټولو مسئلو حل په خبرو اترو٬ په شريكه روغه جوړه او په خېر سګالۍ كښې دے”۔ بيان كښې وئيلي شوې يو اړخيزه اقدام يا اېكشن څخه نه يوازې امن او استحكام لپاره خطرې پېدا كېږي بلكې د دې په نتيجه كښې د هر يوې مسئلې هوارې ګران او سختېږي۔ وياند ??وئ??ل څنګه چې د تركيې كرنسۍ ليرا قدر كښې د كمي لړۍ روانه ده دې ??ره به تركيه كښې اقتصادي بحران د اسياء او د اروپاﺀ منډۍ هم متاثره كړي او وروستو به د دې ??ثرات په نړيوال معیشیت هم پرېوزې۔ وياند ??وئ??ل پا??ستان نړيوال امن او استحکام لپاره د تركيې د ګران قدر كردار اعتراف كوي او ستائنه ئې كوي ٬ تركيه د نړيوال معيشت مهم غړې او انجن دے۔ وياند ??وئ??ل د پا??ستان حکوم?? او اولس امن اوخوشحالۍ لپاره د تركيې اولس او د حكومت د هلو ځلو قوي ملاتړ او د عزم پخلي كوي