پېښور 21 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا د ژوند بېلا بېلو څانګو سره تعلق لرونكو خلقو د وزيراعظم ع??را?? خان قوم ته د وړومبې وېنا ستائنه كړې او وئيلي ئې دي چې نوي ټاكل شوي وزيراعظم په ټولو ستونزو خبرې كړې دي كومې چې د ګوند د منشور او د سل ورځو د پلان برخه وې٬ د قوم نظر په ع??را?? خان دے٬ د هېواد تقدير بدلولو لپاره د نيت د خلوص او د عملي اقداماتو كولو ضرورت دے۔ اے پي پي سره په خاص خبرو كښ?? د خېبر پښتونخوا د اسمبلۍ نوي ټاكل شوي غړي تېمور ??لي?? جهګړا ووئيل چې وزيراعظم په خپله وېنا كښ?? په ټولو ستونزو خبرې كړې دي او په دې كښ?? مهمې قومي معاملې شاملې وې۔ د دې مسئلو حل لپاره وزيراعظم نوي وفاقي حكومت ته احكامات هم جاري كړي دي۔ ووئيل چې وزيراعظم كومې خبرې كړې دي٬ هغه د ګوند د منشور او د سل ورځو د پلان برخه وې۔ د پېښور هائي كورټ بار اېسوسي اېشن پخواني صدر فدا ګل اېډوكېټ هم قوم ته د وزيراعظم د وېنا ستائنه كولو سره ووئيل چې د ع??را?? خان لخوا د وزيراعظم هاؤس د اخراجاتو كمولو اعلان ښه اقدام دے٬ د قوم نظر په ع??را?? خان دے٬ د هېواد تقدير بدلولو لپاره د نيت د خلوص او د عملي اقداماتو كولو ضرورت دے۔ سينئر خبريال او تجزيه نګار محمود جان بابر اے پي پ?? ته ووئيل چې د نوي ټاكل شوي وزيراعظم وېنا په يقيني توګه متاثر كوونكې وه۔ ده ووئيل چې د ټېكس اصلاحات٬ سادګي او كفايت شعاري٬ د بندونو جوړول٬ ق??ض كمول او ګاونډي هېوادونو سره اړيكې ټېنګول به نوي حكومت لپاره لوي چېلنجونه وي۔ ده ووئيل چې قوم د ع??را?? خان نه ډېرې هيلې لري او د وزيراعظم جوړېدو ن پس ئې دا هيلې لا زياتې شوې دي٬ اوس به نوي حكومت لپاره لازم وي چې خپل كړي لوظونه پوره كړي۔