اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير فواد چوه??ري وئېلي دي په صدارتي ټاكنو كښې د پاكستان تحريك انصاف كانديد ډاكټر عارف علوي به په لويې اكثريت سره كاميابي ترلاسه كوي٬وزيراعظم عمران په سوشل مېډيا د ټولو نه وړومبې خپل اكاؤنټ د قامي ليډر په توګه جوړ كړ??٬د مخالفې ډلې په صدارتي ټاكنو كښې يوځاې اودرېدلو يا اختلافات سره هېڅ فرق نه پريوزي۔د نهې په ورځ د پارلمان په خوا كښې مېډيا سره په خپلو خبرو كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير فواد چوه??ري ووئيل اوس سركاري مېډيا د مخالفو ګوندونو هلو ځلو ته زيات كورېج وركوي۔مسلم ليګ(ن)٬ پاكستان پيپلز ګوند او تحريك انصاف درې واړه لويې ګوندونه دي او د در??و واړو خپلې پالېسۍ دي د هغې له مخې به هغوي په ټاكنو كښې برخه اخلي۔وفاقي وزير ووئيل د صدارتي ټاكنو لپاره د پاكستان تحريك انصاف كانديد ډاكټر عارف علوي دے څوك چې به په لويې اكثريت سره كاميابي ترلاسه كوي۔ده ووئيل د پاكستان تحريك انصاف سره په صدارتي ټاكنو كښې كاميابۍ لپاره لمبرې پوره دي۔ده ووئيل په دې اړه كه مخالفه ډله يوځاې ولاړه وي يا اختلافات لري څخه هېڅ فرق پرې نه پروزې ۔وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم عمران خان د قامي ليډر په توګه په سوشل مېډيا خپل اكاؤنټ د ټولو نه وړاندې جوړ كړ?? ؤ ٬هغه د ??ول?? سره د رابطې لپاره سوشل مېډيا كاروي او هغه دا ډېر خو??وي