اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) د جماعت اسلامي امير سناتور سراج الحق په مصر كښې د اخوان المسلمون مشرانو او كا??كنانو ته د سزاګانو وركولو د عدالتي پرېكړو غندنه كړې او په دې لړ كښې د پاكستانې مېډيا او حكومت په خاموشې ئې د حېرانتيا څرګندونه كړې۔ د ګل په ورځ په خپل يو بيان كښې ده وو??يل چې وړومبې د اولس مشر مرسي د منتخب حكومت په غېر قانوني او غېر اخلاقي توګه تخته رانسكوره كړې شوه او د دې نه پس د زرګونو په شمېر د اخوان المسلمون مشران او كا??كنان په زندانونو كښې واچول شول۔ په دوي دا تور لګېدلې و چې دوي د حكومت په خاتمه احتجاج ولې كړے۔ ده وو??يل چې د نوم مصري عدالت تېره ورځ 75 كسانو ته د مرګ سزا او 74 كسانو ته د عمر قېد سزا اورولې۔ ده وو??يل چې دا پرېكړه د ملګرو ملتونو او اېمنسټي انټرنېشنل پشمول د ټولې نړۍ د بشري حقونو تنظيمونو د انصاف په ضد او د انصاف قتل ګرځولې