اسلام آباد 04 دسمبر(اے پي پي) پاكستان او ايران د پنځه اربه ډالرو ?? كلن تجارت هدف ترلاسه كو??و او د رېلوے رابطه كارۍ په لا بهتر كو??و اتفاق ??ړې۔دا اتفاق د نهې په ورځ په خارجه دفتر كښې د پاكستان او ايران د دوه اړخيزه سياسي مشاورت د لسم پړاؤ په مهال شوې۔د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه سېكترې تخمينه جنجوعه او د ايران نائف خارجه وزير سيد عباس آراغچي په دې موقع د خپلو خپلو پلاو مشري وكړه۔د سياسي مشاورت په مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه د قونصلر٬اقتصاد٬تجارت او د سرحد ??ه اړه د چارو جاج واخستلې شو۔دواړو هېوادونو كلن تجارت پنځه اربه ډالرو ته د رسولو په لار كښې د خنډونو په لرې كو??و اتفاق ??كړو۔په دې هم اتفاق ??شو چې د دواړو هېوادونو د شريك اقتصادي كميسون 21مه غونډه به راتلونكې كال كو??ې شي۔د غونډې په مهال دواړو هېوادونو په دوه اړخيزه غوره اړيكې د اطمينان څرګندونه وكړه٬پاكستان او ايران ??ه افغانستان كښې د امن او استحكام بحالۍ لپاره په هڅو يو ډول دريځ لري۔دواړه هېوادونه د افغانستان د شخړې له امله زيات آغېز مند شوي۔دواړو هېوادونو په دې خبره هم اتفاق ??كړو چې د افغانستان شخړه افغان دولت او اولس په مشرۍ كښې د سولې عمل سره حل كېدې شي۔په غونډه كښې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه د سرغړونې د صورتحال٬د مينځن?? ختيز په شخړه او په سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم بحث وشو