اسلام آباد 21 جنوري (اے پي پي)سېنېټ كښې د مخالفې ډلې مشر راجه ظفر الحق د ساهیوال پېښې په حقله شريكه تحقيقاتي ډله رد كولو سره وئيلي دې د معاملې تفصيلات بايد ??ام ته وړاندې كړې شي او ذمه وار دې انصاف سره مخ كړې شي۔ د ګل په و??ځ سېنېټ كښې د اولسي اهميت په معامله خپلو خبرو ??ښې ده ووئيل په ساهيوال كښې يو سنګينه پېښه رامخې ته شو??٬ په دې معامله ايوان كښې بحث خوشبينه دے ځكه چې دا د يو انسان نه د انساني ځانونو مسئله ده۔ د مخالفې ډلې مشر ووئيل د پوليس په دې پېښه موقف سم نه دے ٬ ډزې كوٶنكي پوليس په وردۍ كښې نه وو او مقتولينو ګڼل كني دا ډاكوان دي٬ ځكه ھغوي ووئيل چې پېسې واخلۍ خو په مونږ ډزې مه كوي٬ د پېښه په حقله د پنجاب وزیراعلیٰ په كاركردګۍ تنقيد ??ښې ده ووئيل اوس په هره معامله د جے آئي ټي جوړولو رواج جوړ شو??٬ مونږ په دې معامله جے آئي ټي رد كوٶ ځكه چې د جے آئي ټي نه وړاندې د پنجاب واكمنو او انتظاميې موقف د خبري كنفرنسونو د لارې رامخې ته شو?? ۔ ده ووئيل د پېښې دوه اېف آئي آرز درج كړې شو?? حالانكه د سپريم كورټ رولنګ دے چې په يوه پېښه دوه اېف آئي آر نشي درج كېدلې۔ ده ووئېل د مقتولینو د كورنۍ په آېف آئي آر كښې هم نامعلومه كسان نامزد كړې شو?? ٬ مونږ دا وايو چې پېښه كښې كوم كسان ككړ دي بايد بچ نلاړ نشي