اسلام آباد 28 جنوري (اے پي پي) د پاکستان مسلم لیګ (ن) لارښودو وئيلي دي مسلم لیګ (ن) سوئيلي پنجاب صوبه جوړولو په اره آئيني بدلون بل قامي اسمبلۍ ته وړاندې كولو ??ره د سوئيلي پنجاب اولس ??ره كړې خپل لوظ پورا كړېي٬ هېواد په سوشل ميډيا نه په زمكيزو حقائقو چلېږي٬ حكومت دې اولس ??ره په شوو لوظونو كار وكړي٬ د احتساب نه نه مخكښې تخښتېدلې وٶ او نه به اوس وتخښتو ۔ د دې خيالاتو څرګندونه د مسلم ليګ (ن) لارښودو شاهد خاقان عباسي، احسن اقبال او مریم اورنګزېب خبرې كنفرنس ته د ګل په ورځ خپلې وېنا كښې وكړه۔ مریم اورنګزېب ووئيل د ميډيا صنعت ته وده وركول غواړٶ خو د دې صنعت په نيوز پرنټ د ټېكس كمې د قبلولو جوګه نه دے۔ شاهد خاقان عباسي ووئيل د احتساب نه نه مخكښې تخښتېدلې ٶو او نه به اوس اوتخښتو٬ ده وو??ېل زمونږ په دور كښې معاشي ګورته په نړيواله كچه ستائنه كېدله ٬ په ټوئټر هېواد نه چېلږي عملي ګامونه پورته كول وي٬ مخالفه ډله به خپل فعاله جمهوري كردار لوبوي٬ ده وو??ېل د سياسي عدم استحكام پېدا كولو هڅې روانې دي او چرته چې سياسي عدم استحكام وي سرمايه كار نه ځي۔ د مسلم ليګ مشرانو ووئيل د پاكستان صدارتي نظام او اتلسم بدلون د رول بېك كېدو متحمل كېدې نه شي ٬ صدارتي نظام په يوه طريقه راتللې شي چې آ??ين مات كړې شي۔ دوي ووئيل خرابي په نظام كښې نه بلكې دې ??ره په تجربو كښې ده۔ دوي ووئيل مونږ كله هم اېن آر او نه ده غوښتې او نه دوي ??ره د اېن آر او وركولو اختيار شته٬ دووي وو??ېل كه حكومت وائي چې مونږ اېن آر او غواړو نو ثابت دې كړي چې مخالفې ډلې كله او كوم ځائ او د چا نه اېن ار آو غوښتې